انصار: (د تله ۱۰مه)، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وايي، ددې قول اردو د لسمې سرحدي لواء قوماندان حاجي محمد رحیم خادم په مشرۍ یوه پلاوي، د نورو استازو او کمیسارانو سره یوځای د ایران له سرحدي مسوولینو سره لیدلي دي.
سرچینې ویلي، په دې ناسته کې، د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په موخه د سرحدونو ساتنه او له قاچاق څخه د مخنیوي موضوعات، همدارنګه د سرحدي نښو (خطونو) د رنګولو او ترمیم په اړه هم خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې په راتلونکي کې د لا ښې همغږۍ په موخه د ورته ناستو او لیدنو د دوام هوکړه شوې ده.
دا ناسته داسې مهال شوې چې له افغانستان سره په پوله کې د ایراني پوله ساتو پر پوستې د ناپېژاندو وسله والو د برید له امله د یاد هېواد یو پوله ساتی وژل شوی دی.
ایرنا خبری اژانس خبر ورکړی چې د هیرمند ولسوالۍ د مکي ولسوالۍ پوله ساتو ځواکونو یکشنبې د تلی ۸مه له ناپېژانده وسله والو سره نښته کړې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت دې رسنۍ راپور ورکړی چې په دې نښته کې د «امیرمحمد امیري» په نوم یو ایرانی پوله ساتی وژل شوی دی.
په ورته وخت کې په راسک ولسوالۍ کې هم د ایراني پوله ساتو او ناپېژانده وسله والو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې دوه ایراني پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
ایراني رسنیو د دغو دواړو پېښو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33704